ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د افریقائي اتحادئې له ناستې د اسرائيلي پلاوي له ویستلو وروسته ددغې اتحادئې د کمیشن ویندوي ټینګار کړی دی چې دتل ابیب استازي پلاوي ته په دغې غونډې کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د صهیونیسټ رژیم یو پلاوی پرون په پټه د افریقائي اتحادئې په غونډې کې دګډون لپاره ورغلی او هال ته داخل شوی ؤ چې امنیتی ځواک ورته له متوجه کیدا وروسته دغه پلاوی ، په زغرده له هغه ځایه وویستل شو.
په دې پسې صهونیستي پلاوی مدعي شوی چې دوي ته په دغه غونډې کې بلنه ورکړل شوې ده ،خو په عین حال کې د پلاوي غړي ونه توانیدل خپله ادعا ثابته کړي او په نتیجې کې سرټيټي له هغه ځایه وشړل شول او دغه راز د قطر د فټ بال نړیوال جام وروسته یو ځل بیا صهیونیسټي وحشي رژيم دنړۍ په وړاندې شرمنده او سپک شوی دی.